ناروې د افغانستان سفارت طالبانو ته وسپاره
Mar 23, 2025 04:08 Asia/Kabul
طالبانو ویلي چې ناروې د دوي ډیپلومات منلی او په اوسلو کې به د افغانستان سفارت ډېر ژر خپل فعالیتونه بیا پیل کړي.
د فارس خبري اژانس په لیکنه، طالبانو په ناروې کې د افغانستان په سفارت کې د خپل استازي د ټاکلو اعلان وکړ.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې د ناروې په پلازمینه اوسلو کې به قونسلګري خدمات پیل شي او د افغانستان سفارت به خپل فعالیت ته دوام ورکړي.
طالبانو رسنیو ته تاییده کړې چې ناروې نجیب ا... شیرخان د افغانستان په سفارت کې د دوی د ډلې د شارژدافیر په توګه منلی دی.
خو ناروې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
ټیګونه