طالبانو یوه امریکايي ښځه له بنده خوشي کړه
یوه امریکایي ښځه، چې د فبرورۍ له میاشتې راهیسې په افغانستان کې د طالبانو له لوري نیول شوې وه، خوشې شوې او روغتیايي وضعیت یې ښه بلل شوی دی.
د تاند خبري سایټ به لیکنه،میرمن فای هال د پنجشنبې په ورځ “د محکمې د حکم په پایله کې او د قطر په لوجیستیکي ملاتړ” خوشې شوې ده. قطر د امریکا په استازیتوب په دې قضیې کې منځګړیتوب کاوه.
هغه په افغانستان کې د بې اجازې ډرون د کارولو په تور نیول شوې وه.
“لویدېځې سرچینې وايي، هال د قطر سفارت ته وسپارل شوه او له یو لړ طبي معاینو وروسته د هغې ښه روغتیا تایید شوه. دا مهال، امریکا ته د هغې د بېرته ستنولو ترتیبات روان دي.
د هال یوه عکس، چې د قطري چارواکو تر څنګ ناسته ده، پرون د شنبې په ورځ د افغانستان لپاره د امریکا پخواني استازي زلمي خلیلزاد خپور کړی دی.
ښاغلي خلیلزاد تیر ماښام په خپله ایکسپاڼه ولیکل چې دغه امریکایي وګړې اوس له قطري دوستانو سره په کابل کې دی او ډېر ژر به خپل کور ته روان شي.
هغه همداراز د قطر د دوامداره او ثابتې همکارۍ لپاره مننه کړې ده.
دغه امریکايي میرمنه وروسته له دې خوشي شوه چې د ټرمپ استازي ادام بوهلر او زلمی خلیلزاد کابل ته سفر وکړ، ترڅو د قطر په منځګړتوب د امریکایي جورج ګلزمن د خوشي کېدو هڅې وکړي.
امریکا په افغانستان کې دیپلوماتیک حضور نه لري، ځکه چې د ۲۰۲۲ کال د اګست په میاشت کې د طالبانو تر واکمنۍ وروسته یې خپل سفارت بند کړ. د دې پر ځای، قطر د امریکا استازیتوب کوي، او د دې هېواد د ګټو د ساتندوی رول لوبوي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم پرون شنبه په ټولنیزو رسنیو کې د هال یوه ویډیو شریکه کړه، چې پکې هغه مننه کوي او وايي چې “ډیره خوشحاله” ده چې ټرمپ په واک کې دی.