۵۰ افغان کډوال آلمان ته تر انتقالېدو دمخه مړه شوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i158660-۵۰_افغان_کډوال_آلمان_ته_تر_انتقالېدو_دمخه_مړه_شوي
د راپورنو له مخې، ۵۰ هغه افغانان چې پخپل هېواد کې د متوجې خطر له امله ورسره په آلمان کې د منل کېدو ژمنه شوې وه، دغه هېواد ته تر سفر دمخه مړه شوي دي.
(last modified 2025-04-02T08:03:27+00:00 )
Apr 02, 2025 12:28 Asia/Kabul
  • ۵۰ افغان کډوال آلمان ته تر انتقالېدو دمخه مړه شوي

د راپورنو له مخې، ۵۰ هغه افغانان چې پخپل هېواد کې د متوجې خطر له امله ورسره په آلمان کې د منل کېدو ژمنه شوې وه، دغه هېواد ته تر سفر دمخه مړه شوي دي.

د المان غږ راپور له مخې، هغه معلومات چې حکومت د آلمان د پارلمان کيڼ اړخې ګوندي دلګۍ ته ورکړي، ښيي چې له هغو افغانانو څخه یې نږدې ۵۰ کسان چې په آلمان کې د منل کېدو ژمنه ورسره شوې وه، تر هغه مخکې چې دغه هېواد ته سفر وکړای شي، مړه شوي دي.

د آلمان په پارلمان کې د کيڼ اړخي ګوند استازې کلارا بونکر، له همدې امله آلمان ته د هغو افغانانو د انتقال په پروګرام کې پر ځنډ‌ نيوکې وکړې، چې د منل کېدو ژمنه ورسره شوې ده.

بونکر ویلي چې د نورو دې ډول پېښو د مخنيوي په موخه آلماني ادارې خپله ټوله هڅه باید وکړي، څو لږ تر لږه [د خلکو د انتقال] هغه ژمنې چې مخکې شوي دي، عملي کړي.