د روسیې اقدام له افغانستان سره نوي فرصتونه رامینځةکوي
په دوحې کې د افغانستان د طالب حکومت دسیاسی دفتر مشر، د طالبانو د فعالیت د ممنوعیّت د ځنډولو لپاره د روسیې د لوي څارنوال په غوښتې پسې ووئیل؛ دغه اقدام د افغانستان اوروسیې ترمینځ د خبرواترو او ملګرتیا لپاره د نوو فرصتونو د رامینځةکیدا سبب کیدلی شي.
تسنیم خبری آژانس راپور ورکړی، د قطر په دوحې کې د افغانستان د طالبانو د حکومت دسیاسی دفتر مشر سهیل شاهین د طالبانو د فعالیت د ممنوعیّت د ځنډولو لپاره د روسیې له سترې محکمې څخه ددغه هیواد د لوي څارنوال ددفتر دغوښتې په غبرګون کې ووئيل، زه په دې اند یم چې دغه اقدام د افغانستان او روسیې ملی ګټې تامینوي او ددوو اړخیزو اړیکو له پیاوړتیا سره مرسته کولی شي.
هغه زیاته کړې ده ، د طالبانو د ممنوعیّت ځنډول به ددواړو هیوادونو د پلاؤ د کوټلو خبرواترو زمینه جوړونکی وی او په مختلفو زمینو کې دنوو ملګرتیاؤ له رامینځةکیدا سره مرسته کوي.
شاهین روښانه کړې ده، مونږ ددغې روئې هرکلی او قدرونه کوو او هیله مند یوو چې دغه فیصله ددواړو هیوادونو ترمینځ د اړیکو له پراختیا سره چې له مودو راهسې ځنډول شوي وې ، مرسته وکړي.
داپه داسې حال کې دي چې د افغانستان او روسیې اړیکې په وروستیو کلونو کې د سیاسی او امنیتی بدلونونوتر اغیزو لاندې ورغلي او د طالبانو د ممنوعیّت ځنډیا ددغو اړیکو د ښه کولولپاره یو فرصت ګڼل کیدلی شي.
وروستیو بدلونونو ته په پآم سره لازیاتې،تمه کیږي، دواړه هیوادونه په اقتصادي، امنیتی او کلتوري زمینو کې لازیاتې ملګرنتیاوې ولرل شي.سهیل شاهین وائي، هر دواړه هیوادونه په مختلفو زمینو کې دملګرتیاؤ غوښتونکي دي او د ممنوعیّت ځنډيدا ددغو ملګرتیاؤ په لاره کې موجود خنډونه لیرې کولی شي.
داسې ښکاري چې دغه فیصله د افغانستان او روسیې ترمینځ د خبرواترو او د نظر تبادلې لپاره دیوې زمینې د رامینځةکیدا سب شي او په نهایت کې د سیمې د امنیت او ثبات په ګټه کیدلی شي.