ملګرو ملتونو له افغانستان سره د مرستو غوښتنه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i158846
د افغانستان د همغږۍ ډلې د غونډې په درشل کې ملګرو ملتونو له افغانستان سره د نړیوالو مرستندویانو د حیاتي ملاتړ غوښتنه کړې ده.
(last modified 2025-04-07T12:07:59+00:00 )
Apr 07, 2025 16:21 Asia/Kabul
  • ملګرو ملتونو له افغانستان سره د مرستو غوښتنه وکړه

د افغانستان د همغږۍ ډلې د غونډې په درشل کې ملګرو ملتونو له افغانستان سره د نړیوالو مرستندویانو د حیاتي ملاتړ غوښتنه کړې ده.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت یوناما د بیانیې له مخې؛ تمه ده دا اونۍ په استانبول کې د افغانستان د همغږۍ ډلې غونډه وشي.

ملګري ملتونه تمه لري چې په دې غونډه کې د روان ۲۰۲۵ کال لپاره مرستې ټولې کړي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مرستیال او د بشري چارو د همغږۍ مسوول اندریکا راتواته ویلي، د بیوزلۍ او کړاو د ختمولو لپاره باید بېړنۍ لارې چارې ولټول شي او تر څنګ یې د اوږدمهاله ثبات فکر هم وشي.

ملګرو ملتونو ویلي چې تېر ۲۰۲۴ کال مرستندویانو د افغانستان لپاره ۳ میلیارد او ۲۱۰ میلیونه ډالره مرسته وکړه او تر ډېره یې عاجلې بشري اړتیاوې پوره کړې.

د ملګرو ملتونو د شمېرو په اساس په افغانستان کې لا هم نږدې ۲۳ میلیونه خلک عاجلو مرستو ته اړتیا لري.