د کندهار د امنیه قومندانۍ دننه چاودنې ۴ تنه ټپیان کړل
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i158920-د_کندهار_د_امنیه_قومندانۍ_دننه_چاودنې_۴_تنه_ټپیان_کړل
کندهار کې د طالبانو په امنیه قوماندانۍ کښې دننه چاودنې څلور تنه ټپیان کړي دي.
(last modified 2025-04-10T23:30:29+00:00 )
Apr 11, 2025 03:58 Asia/Kabul
  • د کندهار د امنیه قومندانۍ دننه چاودنې ۴ تنه ټپیان کړل

کندهار کې د طالبانو په امنیه قوماندانۍ کښې دننه چاودنې څلور تنه ټپیان کړي دي.

د یاد ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند اسدا... جمشېد هم چاودنه تایید کړې ده.

نوموړي ویلي، چې پرون د دغه ولایت د امنیې قوماندانۍ په ودانۍ کې دننه د زړو ناچاودو موادو د چاودنې له امله څلور تنه ټپیان شوي دي.

جمشېد زیاته کړې، چې د اور وژنې ځواکونو پر وخت رسېدو د نورو چاودنو مخنیوی کړی دی.

کندهار د طالبانو د حکومت د مشر ملا هبت ‌ا... ټاټوبی او د هغه د فرمانونو او حکمونو د صادرېدو ځای دی.

د معلوماتو له مخې څه موده وړاندې کندهار ښار کې د امنیتي ګواښونو له امله د طالبانو امنیه قوماندانۍ خپلو ځواکونو ته امر وکړ چې ښار ته له وسلو سره داخل نه شي.

بل خوا په کندهار میرویس روغتون کې یو شمېر روغتیايي سرچینو منلې،چې دغه روغتون ته ۷ ټپي طالبان وروړل شوي، چې د دوو وضعیت پکې نازک دی.