افغانستان کې د اروپا د استازي ماموریت پای ته ورسید
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i159040-افغانستان_کې_د_اروپا_د_استازي_ماموریت_پای_ته_ورسید
د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي د خپل ماموریت پای ته د رسیدو اعلان وکړ، که څه هم هغه وویل چې د افغانستان په وړاندې د شنه براعظم په چلند او تګلاره کښې هیڅ بدلون نه دی راغلی.
(last modified 2025-04-14T03:31:24+00:00 )
Apr 14, 2025 07:57 Asia/Kabul
  • افغانستان کې د اروپا د استازي ماموریت پای ته ورسید

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي د خپل ماموریت پای ته د رسیدو اعلان وکړ، که څه هم هغه وویل چې د افغانستان په وړاندې د شنه براعظم په چلند او تګلاره کښې هیڅ بدلون نه دی راغلی.

د فارس خبري اژانسپه لیکنه، د افغانستان رسنیو خبر ورکړی چې په دغه هیواد کښې د اروپا د ځانګړي استازي ماموریت پاې ته رسیدلی دی.

په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته ډېرو اروپايي هېوادونو خپل سفارتونه له افغانستان څخه وایستل، خو له څه مودې وروسته، په کابل کې د اروپايي ټولنې استازیتوب بیا پرانستل شو.

نیکولسن لیکلي چې د هغه د ماموریت پای ته رسیدل د افغانستان په اړه د اروپايي ټولنې په چلند کې کوم بدلون نه په ګوته کوي، او دا چې اروپايي ټولنه به په دغه هیواد کې خپل شتون له افغانانو سره د خپلې ژمنې له مخې جاري وساتي په داسې حال کې چې د دې اتحادیې ګټې او ارزښتونه به خوندي کړي.

اروپايي ټولنه طالبان د یو مشروع حکومت په توګه نه پیژني او د دوی د پالیسیو او کړنو پر بنسټ خپل تعاملات تنظیموي. د اروپايي کمیسیون په وینا، رسمي پراختیایي همکاري د ۲۰۲۱ کال د سپتمبر راهیسې ځنډول شوې، خو بشري مرستې دوام لري.