روسیه په سالنګ کښې نوي تونل جوړول غواړي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i159072-روسیه_په_سالنګ_کښې_نوي_تونل_جوړول_غواړي
د طالبانو د حکومت د ټولګټو چارو وزارت وایي په سالنګ کې یې د نوي تونل جوړولو او یو شمېر نورو مهمو پروژو په اړه د روسیې سفیر په مشرۍ له یو پلاوي سره خبرې کړې دي.
(last modified 2025-04-14T21:27:10+00:00 )
Apr 15, 2025 01:51 Asia/Kabul
  • روسیه په سالنګ کښې نوي تونل جوړول غواړي

د طالبانو د حکومت د ټولګټو چارو وزارت وایي په سالنګ کې یې د نوي تونل جوړولو او یو شمېر نورو مهمو پروژو په اړه د روسیې سفیر په مشرۍ له یو پلاوي سره خبرې کړې دي.

د یاد وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس زیاته کړې چې، د نوي تونل د اېستلو، پخواني هغه د ترمیم، د سړک او ریل پټلۍ د رغولو، د نویو او پرمختللو ماشینریو په خریدارۍ هم خبرې شوي.

په دې ناسته کې د کابل لپاره د مسکو سفیر دیمیتري ژیرنوف او مل پلاوي د افغانستان ټولګټو چارو وزیر ملا محمد عیسی ثاني ته په یادو برخو کې د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړی.

ټولګټو چارو وزارت په عین حال کې ویلي، دواړو لوریو د اقتصادي او سوداګریزو اړېکو پر پراختیا ټېنګار کړی او په پام کې ده، چې د دې وزارت یو لوړ پوړی پلاوی له روسیې لېدنه وکړي.

دا خبر داسې مهال خپرېږي، چې د سالنګ تونل وخت ناوخته د سختو طوفانونو له امله تړلې وي، چې دې حالت خلکو ته هم ستونزې جوړې کړې وي.