ټرمپ افغانستان کښې د پولیو په زیاتوالي کښې لاس لري
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i159170-ټرمپ_افغانستان_کښې_د_پولیو_په_زیاتوالي_کښې_لاس_لري
د امریکا یو خبري اژانس راپور ورکړی چې د بهرنیو مرستو په بندیدو سره، په افغانستان او پاکستان کې د پولیو مثبتې پیښې زیاتې شوي او احتمال شته چې دا ناروغي به د نړۍ نورو هیوادونو ته هم خپره شي.
(last modified 2025-04-18T23:36:17+00:00 )
Apr 19, 2025 04:03 Asia/Kabul
  • ټرمپ افغانستان کښې د پولیو په زیاتوالي کښې لاس لري

د امریکا یو خبري اژانس راپور ورکړی چې د بهرنیو مرستو په بندیدو سره، په افغانستان او پاکستان کې د پولیو مثبتې پیښې زیاتې شوي او احتمال شته چې دا ناروغي به د نړۍ نورو هیوادونو ته هم خپره شي.

د فارس خبري اژانس د خبر له مخې، که څه هم نړۍ د پولیو د له منځه وړلو هڅه کوي، خو دا وایرس لاهم په پاکستان او افغانستان کې شتون لري.

د امریکايي خبري اژانس NPR په وینا، دواړه ګاونډي هیوادونه تیر کال د پولیو پیښو کې له زیاتوالي سره مخ وو او یوازې په پاکستان کې د دې ناروغۍ  ۷۴ پیښې ثبت شوې وې.

د دې رسنۍ په وینا، د امریکا لخوا د بهرنیو مرستو بندولو هم له دې ناروغۍ سره په مبارزه کې ستونزې رامینځته کړې دي.

NPR راپور ورکړ چې د امریکې د مرستو له بندیدو سره سم، احتمال شته چې په نورو هیوادونو کې به هم د پولیو ناروغي ووینو.

د روغتیا نړیوال سازمان وویل چې، د مثال په توګه، په کینیا کې د پولیو واکسین د امریکا په مرسته چمتو کیږي، او د مرستو بندول به د دې واکسیناسیون د ځنډیدو لامل شي.