یوناما: په افغانستان کې رسنۍ د زوال په حال کې دي
(last modified Sat, 03 May 2025 07:39:49 GMT )
May 03, 2025 12:09 Asia/Kabul
  • یوناما: په افغانستان کې رسنۍ د زوال په حال کې دي

د افغان رسندویو له راپور سره سم په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر (یوناما) د مطبوعاتو نړیوالې ورځې په مناسبت اعلان کړی چې په افغانستان کې آزادې او خپلواکې رسنۍ د زوال په حال کې دي.

یوناما نن  په یوه اعلامیه کې زیاته کړې چې رسنۍ د طالبانو له لګول شویو محدودیتونو او اقتصادي فشارونو سره مخ دي.

د یوناما مشرې روزا اوتونبایوا، ویلي: « د روڼتیا، عامه باور او ښې حکومتولۍ لپاره  متنوع او سالم رسنیز سکټور اړین دی. خو په افغانستان کې موږ د ازادو او خپلواکو رسنیو د تدریجي زوال شاهدان یو.»

دغه بنسټ خبرداری ورکړی چې خبریالان د نیول کېدو، شکنجې او زنداني کېدو له خطر سره مخ دي.

یوناما وايي، ښځینه خبریالانې په ځانګړې توګه له خطرونو او نابرابرو خنډونو سره مخ دي.

په همدې حال کې « د بې پولې خبریالانو» سازمان پرون په نړۍ کې د مطبوعاتي آزادۍ د وضعیت په تړاو راپور خپور کړی چې پکې ویل شوي افغانستان د ۱۸۰ هېوادونو له منځه په ۱۷۵م مقام کې دی. 

 له بلی  خوا ګوترېش: ویلی دی د خلکو آزادي د مطبوعاتو آزادۍ پورې تړلې

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش په یوه پیغام کې ویلي، چې د خلکو آزادي د مطبوعاتو په آزادۍ پورې تړلې ده.

نوموړي ټینګار کړی چې خبریالان باید له وېرې او تبعیض پرته د خبریالۍ فعالیتونه وکړي.

ګوترېش داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې د راپورونو له مخې د طالبانو په حاکمیت کې افغان خبریالان او رسنۍ له ګواښونو سره مخ دي.

ګوتریش زیاته کړې چې ژورنالېزم د وخت په تېرېدو ګواښمن کېږي او خبریالان یې د بریدونو، نیول کېدو، سانسور، تاوتریخوالي او د مرګ له ګواښ سره مخ بللي دي.