د پاکستان او افغانستان ترمنځ د خرلاڅي لاره بېرته پرانېستل شوه
(last modified Fri, 09 May 2025 08:34:38 GMT )
May 09, 2025 13:04 Asia/Kabul
  • د پاکستان او افغانستان ترمنځ د خرلاڅي لاره بېرته پرانېستل شوه

طالب چارواکو خبر ورکړی چې د خرلاڅي لار له اوو میاشتو تړل کېدو وروسته، بېرته پرانیستل شوه.

د ډنډ پټان ولسوالۍ د کمیشنری  اداري آمر سیف الرحمن عبیده د سوداګریزو فعالیتونو پر مخ د دې لارې د بېرته پرانېستل کېدو خبر ورکړی دی.

دا لاره شاوخوا اووه میاشتې وړاندې د کرښې په اوږدو کې د قومي نښتو له امله تړل شوې وه.

پاکستاني چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.