طالبانو د پاکستان او افغانستان پر پوله د امنیت ډاډ ورکړ
ایکسپرېس ټریبیون ورځپاڼې نن راپور ورکړ چې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني دا ډاډ د افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي محمد صادق او دغه راز د چین له ځانګړي استازي سره په کتنه کې ورکړی دی.
پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې طالبانو اسلام اباد ته د لوېدیځو پولو د امنیت ډاډ ورکړی دی.
ایکسپرېس ټریبیون ورځپاڼې نن راپور ورکړ چې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني دا ډاډ د افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي محمد صادق او دغه راز د چین له ځانګړي استازي سره په کتنه کې ورکړی دی.
د راپور له مخې، په دې کتنه کې، د طالبانو د کورنیو چارو وزیر اسلام اباد ته د پاکستان او هند ترمنځ د ترینګلتیاوو په لړ کې په لوېدیځو پولو کې د ارامتیا د ساتلو ډاډ ورکړی دی.
دغه راز سراج الدین حقاني د سیمه ییزې همکارۍ غوښتنه کړې ده.
په راپور کې راغلي چې د چین او پاکستان استازو د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیر خان متقي سره د اقتصادي، امنیتي او سیاسي همکاریو په تړاو خبرې کړې دي.
ایکسپرېس ټریبیون پرون راپور ورکړ چې طالبانو له پاکستان او چین سره هوکړه کړې چې ځانونه به د هند له محوره لېرې ساتی.