د افغانستان نیماي وګړي له بشردوستانه مرستو سره تړلي دي
په افغانستان کې د کډوالۍ نړیوال سازمان مشر میهیونګ پارک ویلي چې د دغه هېواد نیمايي وګړي د ژوندي پاتېې کېدو لپاره پر بشردوستانه مرستو تکیه دي.
پارک پرون په بروکسل کې «د اروپايي ټولنې څلورم بشردوستانه فورم» کې د افغانستان په پولو او دروازو کې د حیاتي خدماتو پر ساتنې او چمتو کولو ټينګار کړی دی.
نوموړي زیاته کړې چې له پاکستان څخه د افغانانو دوامداره جبري راستنېدنه پر کورنیو او ټولنو د ستونزو ډېرېدو لامل کېږي چې د دغه هېواد نیمايي وګړي د ژوندي پاتېې کېدا لپاره له بشردوستانه مرستو سره تړلي دي.
د یادونې ده چې د افغانستان په اړه د اروپايي ټولنې څلورم بشردوستانه فورم (EHF) پرون پیل او نن هم دوام لري.
دا غونډه د اروپايي کمیسیون او پولنډ په ګډ کوربتوب چې د اروپايي ټولنې دورهيي مشري پر غاړه لري، د بلجیم په پلازمېنې بروکسل کې جوړه شوې ده.