د افغانستان پانګوال دې په روغتیايي سکټور کې هم پانګونه وکړي
(last modified Wed, 21 May 2025 02:07:39 GMT )
May 21, 2025 06:37 Asia/Kabul
  • د افغانستان پانګوال دې په روغتیايي سکټور کې هم پانګونه وکړي

د طالبانو د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر د افغانستان پر پانګوالو غږ کړی چې د نورو برخو ترڅنګ دې په روغتیايي سکټور کې هم پانګونه وکړي.

برادر دا څرګندونې پرون د طالبانو عامې روغتیا وزارت له خوا د درملو جوړولو له کارخونو څخه په ستاینغونډه کې کړې دي.

نوموړي د طالبانو تر کنټرول لاندې له ټولو دولتي ادارو غوښتي چې د هبت‌الله اخوندزاده د حکم له مخې له کورنیو تولیداتو ګټه واخلي.

د یادونې ده چې د افغانستان ډېرو اوسېدونکو، روغتیا پالانو او د عامې روغتیا چارواکو په وار وار د دې هېواد په بازارونو کې له بې کیفیته درملو سر ټکولی دی.

طالبان په تېرو څه کم څلورو کلونو کې توانېدلي نه دي چې افغانستان ته د بې کیفیته درملو له وارداتو مخنیوی وکړي.