راتلونکې اونۍ د پولیو ضد واکسین کمپاین پیل کیږي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i160388-راتلونکې_اونۍ_د_پولیو_ضد_واکسین_کمپاین_پیل_کیږي
د « له پولیو څخه د پاک افغانستان » په نوم بنسټ اعلان کړی چې د ماشومانو د فلج ناروغۍ (پولیو) ضد واکسین کمپاین به په ټول افغانستان کې پیل شي.
(last modified 2025-05-21T06:34:37+00:00 )
May 21, 2025 10:54 Asia/Kabul
  • راتلونکې اونۍ د پولیو ضد واکسین کمپاین پیل کیږي

د « له پولیو څخه د پاک افغانستان » په نوم بنسټ اعلان کړی چې د ماشومانو د فلج ناروغۍ (پولیو) ضد واکسین کمپاین به په ټول افغانستان کې پیل شي.

د « له پولیو څخه د پاک افغانستان » په نوم بنسټ اعلان کړی چې د ماشومانو د فلج ناروغۍ (پولیو) ضد واکسین کمپاین به په ټول افغانستان کې پیل شي.

دغه بنسټ نن (چهارشنبه) په ایکس کې لیکلي چې دا کمپاین به د راتلونکې اوونۍ د دوشنبې په ورځ چې د چنګاښ ۶مې سره برابره ده، په ټول افغانستان کې پیل شي.

دې بنسټ د دې دورې د پولیو ضد واکسین کمپاین په اړه دا جزئیات نه دي ورکړي چې څومره د پنځو کلونو کم عمره ماشومان به واکسین شي.

افغانستان او پاکستان یوازیني هېوادونه دي چې د ماشومانو فلج ناروغي لا هم په کې له منځه نه ده تللې.