هند له افغانستان سره بېلابېلو برخو کې تعامل ته دوام ورکوي
(last modified Sat, 24 May 2025 02:45:09 GMT )
May 24, 2025 07:15 Asia/Kabul
  • هند له افغانستان سره بېلابېلو برخو کې تعامل ته دوام ورکوي

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې دغه هېواد له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د خبرو او تعامل دوام ته ژمن دی.

د یاد وزارت ویاند رندهېر جیسوال ویلي، چې د هند د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر سره د کابل او نوي ډیلي ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو د پراخېدو پر اړتیا ټینګار کړی دی.

نوموړي همداراز کشمیر کې پر سېلانیانو د وروستي برید په تړاو د افغانستان دریځ ستایلی او دا یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ښو اړیکو او نیکو ارادو نښه بللې ده.