طالبان له روسيې او چین سره په ډالرو سوداګري پای ته رسوي
May 24, 2025 07:34 Asia/Kabul
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر نورالدین عزیزي ویلي چې، کابل او مسکو غواړي له دې وروسته خپل دوه اړخیزه سوداګري د امریکایي ډالرو پر ځای په خپلو ملي پیسو ترسره کړي.
عزیزي له یوې رسنۍ سره په خبرو کې ویلي، چې د دې موضوع په اړه د روسیې او د افغانستان د سرپرست حکومت ترمنځ په لوړه کچه خبرې روانې دي.
نوموړي ویلي چې له روسیې سره دا وړاندیز د دواړو لوریو د تخنیکي ډلو تر ارزونې لاندې دی.
د نوموړي په خبره، له چین سره سوداګرۍ کې هم د ورته ګام په موخه کابل کې د چین له سفارت سره خبرې روانې دي.
ټیګونه