د افغانستان په ۱۷ ولایتونو کې نن د باران وړاندوینه شوې
د دې ادارې له راپور سره سم په کونړ، ننګرهار، بدخشان، تخار، نورستان، لوګر، خوست، پنجشیر، پروان، بغلان، سمنګان، سرپل، بامیان، دایکنډي، غور، بادغیس او میدان وردګ ولایتونو کې د درنو بارانونو، برېښنا او سیلونو احتمال شته.
د افغانستان د ترانسپورت او هوايي چلن وزارت د هوا پېژندنې ادارې له اټکل سره سم به نن د افغانستان په ۱۷ ولایتونو کې باران واوري.
د دې ادارې له راپور سره سم په کونړ، ننګرهار، بدخشان، تخار، نورستان، لوګر، خوست، پنجشیر، پروان، بغلان، سمنګان، سرپل، بامیان، دایکنډي، غور، بادغیس او میدان وردګ ولایتونو کې د درنو بارانونو، برېښنا او سیلونو احتمال شته.
د معلوماتو له مخې، په ختیځو، شمالي، لویدیځو او مرکزي ولایتونو کې هم له ۵۰ تر ۱۰۰ کیلومتره په ساعت کې د قوي بادونو تمه کیږي.
سره له دې چې په یو شمېر ولایتونو کې د تېزو ورښتونو تمه کېږي ، په یو شمېر نورو ولایتونو کې خلک له سختې وچکالۍ شکایت کوي.
د چاپېریال ساتنې متخصصان د دې نامنظم وضعیت علت اقلیمي بدلون بولي چې افغانستان یې سخت اغېزمن کړی دی.