د افغانستان په ۱۷ ولایتونو کې نن د باران وړاندوینه شوې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i160580-د_افغانستان_په_۱۷_ولایتونو_کې_نن_د_باران_وړاندوینه_شوې
د دې ادارې له راپور سره سم په کونړ، ننګرهار، بدخشان، تخار، نورستان، لوګر، خوست، پنجشیر، پروان، بغلان، سمنګان، سرپل، بامیان، دایکنډي، غور، بادغیس او میدان وردګ ولایتونو کې د درنو بارانونو، برېښنا او سیلونو احتمال شته.
(last modified 2025-05-26T03:12:49+00:00 )
May 26, 2025 07:39 Asia/Kabul
  • د افغانستان په ۱۷ ولایتونو کې نن د باران وړاندوینه شوې

د دې ادارې له راپور سره سم په کونړ، ننګرهار، بدخشان، تخار، نورستان، لوګر، خوست، پنجشیر، پروان، بغلان، سمنګان، سرپل، بامیان، دایکنډي، غور، بادغیس او میدان وردګ ولایتونو کې د درنو بارانونو، برېښنا او سیلونو احتمال شته.

د افغانستان د  ترانسپورت او هوايي چلن وزارت د هوا پېژندنې ادارې له اټکل سره سم به نن د افغانستان په ۱۷ ولایتونو کې باران واوري.

د دې ادارې له راپور  سره سم په کونړ، ننګرهار، بدخشان، تخار، نورستان، لوګر، خوست، پنجشیر، پروان، بغلان، سمنګان، سرپل، بامیان، دایکنډي، غور، بادغیس او میدان وردګ ولایتونو کې د درنو بارانونو، برېښنا او سیلونو احتمال شته.

د معلوماتو له مخې، په ختیځو، شمالي، لویدیځو او مرکزي ولایتونو کې هم له ۵۰ تر ۱۰۰ کیلومتره په ساعت کې د قوي بادونو تمه کیږي.

سره له دې چې په یو شمېر ولایتونو کې د تېزو ورښتونو تمه کېږي ، په یو شمېر نورو ولایتونو کې خلک له سختې  وچکالۍ شکایت کوي.

د چاپېریال ساتنې متخصصان د دې نامنظم وضعیت علت اقلیمي بدلون بولي چې افغانستان یې سخت اغېزمن کړی دی.