افغانستان کښې له کونډو، یتیمانو او معلولینو سره مرستې پیلیږي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i160620-افغانستان_کښې_له_کونډو_یتیمانو_او_معلولینو_سره_مرستې_پیلیږي
د شهیدانو او معلولینو وزارت؛ کونډو، یتیمانو او معلولینو ته د مرستو لړۍ پیلوي
(last modified 2025-05-27T01:52:46+00:00 )
May 27, 2025 06:17 Asia/Kabul
  • افغانستان کښې له کونډو، یتیمانو او معلولینو سره مرستې پیلیږي

د شهیدانو او معلولینو وزارت؛ کونډو، یتیمانو او معلولینو ته د مرستو لړۍ پیلوي

د تاند خبري سایټ په لیکنه، د طالبانو د حکومت ‏د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت ویلي، تر راتلونکو څو ورځو به کونډو، یتیمانو او معلولینو ته د میاشتنیو مرستو لړۍ پیل کړي.

یاد وزارت ویلي، هغه کسان چې له وړاندې د دغه وزارت له لوري تثبیت شوي، ورباندې به د حمل، ثور او جوزا میاشتو پیسې ووېشل شي.

د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، دغه پیسې به په نوبتي ډول ټول هېواد کې ووېشل شي.

خبرپانه کې د مرستو د وېش د پیل ورځ نه ده معلومه شوې.

له دې وړاندې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي وچې  د افغانستان حکومت تېر کال په کونډو، یتیمانو او معلولینو ۱۲.۵ ملیارده افغانۍ وېشلې دي.

د دې مرستو په اړه داسې مهال خبرداری ورکول کېږي، چې نن سبا دغو مرستو ته اړمن کسان له سختې بېوزلۍ سره مخ دي او ورته د چټکو مرستو رسېدو غوښتنه کوي.

دوی هیله لري چې یاد وزارت به د خپلې خبرپاڼې خبرداری په عمل کې هم پلی کړي او دوی ته به مرستې ورسوي.