افغانستان کښې له کونډو، یتیمانو او معلولینو سره مرستې پیلیږي
د شهیدانو او معلولینو وزارت؛ کونډو، یتیمانو او معلولینو ته د مرستو لړۍ پیلوي
د تاند خبري سایټ په لیکنه، د طالبانو د حکومت د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت ویلي، تر راتلونکو څو ورځو به کونډو، یتیمانو او معلولینو ته د میاشتنیو مرستو لړۍ پیل کړي.
یاد وزارت ویلي، هغه کسان چې له وړاندې د دغه وزارت له لوري تثبیت شوي، ورباندې به د حمل، ثور او جوزا میاشتو پیسې ووېشل شي.
د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، دغه پیسې به په نوبتي ډول ټول هېواد کې ووېشل شي.
خبرپانه کې د مرستو د وېش د پیل ورځ نه ده معلومه شوې.
له دې وړاندې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي وچې د افغانستان حکومت تېر کال په کونډو، یتیمانو او معلولینو ۱۲.۵ ملیارده افغانۍ وېشلې دي.
د دې مرستو په اړه داسې مهال خبرداری ورکول کېږي، چې نن سبا دغو مرستو ته اړمن کسان له سختې بېوزلۍ سره مخ دي او ورته د چټکو مرستو رسېدو غوښتنه کوي.
دوی هیله لري چې یاد وزارت به د خپلې خبرپاڼې خبرداری په عمل کې هم پلی کړي او دوی ته به مرستې ورسوي.