د امریکې «د بمونو د مور» پایلې لاهم افغانان ځوروي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i160656-د_امریکې_د_بمونو_د_مور_پایلې_لاهم_افغانان_ځوروي
په افغانستان باندې د بمونو د مور له غورځولو څخه اته کاله وروسته، زیاتره  کلیوال د څرمنې او روغتیا له ستونزو سره مخ دي.
(last modified 2025-05-27T23:20:03+00:00 )
May 28, 2025 03:47 Asia/Kabul
  • د امریکې «د بمونو د مور» پایلې لاهم افغانان ځوروي

په افغانستان باندې د بمونو د مور له غورځولو څخه اته کاله وروسته، زیاتره  کلیوال د څرمنې او روغتیا له ستونزو سره مخ دي.

افغان کلیوال لا هم د بمونو د مور د کارولو له پایلو سره لاس او ګریوان دي.

په ۲۰۱۷ کال کې په افغانستان کې امریکایي ځواکونو د ختیځ ولایت ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې د "مور بم" په نوم یو بم وغورځاوه، چې هدف یې د داعش ډلې له منځه وړل بلل شوي وو.

د الجزیرې د راپور له مخې، د افغانستان د ننګرهار ولایت په یوه لرې کونج کې کلیوال لاهم د امریکا د پوځ د تر ټولو ویجاړونکي غیر اټومي بم له غورځولو څخه اته کاله وروسته د هغه له پایلو سره لاس او ګریوان دي.

الجزیرې لیکلي چې ډیری ماشومان د پوستکي له ستونزو سره مخ دي او د سیمې اوسیدونکي هم د روغتیا ستونزو سره مخ دي.

پر روغتیايي ستونزو سربیره، دې بم د خلکو کورونه ویجاړ کړي دي، چې ډیری خلک یې اړ کړي دي چې د حکومت له مرستې پرته خپل کورونه بیا جوړ کړي.