طالبان غواړي د افغانستان د ملي توکو تولید زیات کړي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i160658-طالبان_غواړي_د_افغانستان_د_ملي_توکو_تولید_زیات_کړي
که څه هم طالبانو ویلي چې هڅه کوي په افغانستان کې کورني تولیدات زیات کړي، خو احصایې ښیي چې د هیواد ۹۰ سلنه بازار د بهرنیو توکو په لاس کې دی.
(last modified 2025-05-27T23:26:53+00:00 )
May 28, 2025 03:54 Asia/Kabul
  • فایل فوټو
    فایل فوټو

که څه هم طالبانو ویلي چې هڅه کوي په افغانستان کې کورني تولیدات زیات کړي، خو احصایې ښیي چې د هیواد ۹۰ سلنه بازار د بهرنیو توکو په لاس کې دی.

د فارس خبري آژانس په لیکنه، طالبانو ویلي چې لنډمهاله حکومت هڅه کوي  د وارداتو پر ځای د کورنیو تولیداتو کچه لوړه کړي.

په ۲۰۲۴ کال کې د افغانستان د سوداګرۍ حجم ۱۲ میلیارده ډالر و، چې له دې جملې څخه ۱۱ میلیارده ډالر واردات وو، پدې معنی چې د افغانستان د بازار ۹۰ سلنه له بهرنیو توکو ډکه وه.

د طالبانو د اقتصاد مرستیال وزیر ملا برادر وویل چې دا ډله هڅه کوي چې د افغانستان په بیلابیلو ولایتونو کې صنعتي پارکونه جوړ کړي ترڅو کورني تولیدات زیات شي او په دې توګه په ملي تولیداتو کښې ډیروالی راولي.

طالبانو د ملي تولیداتو د زیاتوالي لپاره د هڅو خبره کړې ده، سره له دې چې نړیوال بانک په دې وروستیو کې ویلي چې د تیر کال په پرتله د افغانستان صادرات ۱۴ سلنه کم شوي دي.