امیرخان متقي پاکستان ته ځي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i160776-امیرخان_متقي_پاکستان_ته_ځي
د پاکستان رسنۍ وایي، د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي به ژر اسلام‌اباد ته سفر وکړي.
(last modified 2025-05-30T06:12:00+00:00 )
May 30, 2025 10:41 Asia/Kabul
  • امیرخان متقي پاکستان ته ځي

د پاکستان رسنۍ وایي، د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي به ژر اسلام‌اباد ته سفر وکړي.

اکسپرس ټریبیون د یوې دیپلوماتیکې سرچینې له قوله ویلي، متقي له وړاندې د پاکستان د سفر بلنه منلې او د سفر دقیق وخت تر بحث لاندې دی.

دې سرچینې ویلي، دا درې ورځنی سفر به د بېلابېلو موضوعاتو په اړه خبرې اترې او لوړپوړې اړیکې  جوړول شامل دي.

تر اوسه طالبانو په دې اړه څه ندي ویلي.

څه موده وړاندې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر هم افغانستان په یوه ورځنی سفر راغلی و.