امیرخان متقي پاکستان ته ځي
May 30, 2025 14:11 Asia/Kabul
د پاکستان رسنۍ وایي، د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي به ژر اسلاماباد ته سفر وکړي.
اکسپرس ټریبیون د یوې دیپلوماتیکې سرچینې له قوله ویلي، متقي له وړاندې د پاکستان د سفر بلنه منلې او د سفر دقیق وخت تر بحث لاندې دی.
دې سرچینې ویلي، دا درې ورځنی سفر به د بېلابېلو موضوعاتو په اړه خبرې اترې او لوړپوړې اړیکې جوړول شامل دي.
تر اوسه طالبانو په دې اړه څه ندي ویلي.
څه موده وړاندې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر هم افغانستان په یوه ورځنی سفر راغلی و.
ټیګونه