ملګري ملتونه: ۹۷ فیصده افغانان د انرژۍ له فقر سره مخ دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i160862-ملګري_ملتونه_۹۷_فیصده_افغانان_د_انرژۍ_له_فقر_سره_مخ_دي
دغه پروګرام نن پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې د دوی له لوري د نوي کېدونکي انرژۍ هڅو میلیونونه افغانان تر پوښښ لاندې راوستي دي.
(last modified 2025-06-01T07:29:35+00:00 )
Jun 01, 2025 11:54 Asia/Kabul
  • ملګري ملتونه: ۹۷ فیصده  افغانان د انرژۍ له فقر سره مخ دي

دغه پروګرام نن پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې د دوی له لوري د نوي کېدونکي انرژۍ هڅو میلیونونه افغانان تر پوښښ لاندې راوستي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام (UNDP) وايي چې د افغانستان ۹۷ سلنه وګړي د انرژۍ له فقر سره مخ دي.

دغه پروګرام نن  پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې د دوی له لوري د نوي کېدونکي انرژۍ هڅو میلیونونه افغانان تر پوښښ لاندې راوستي دي.

د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام تر دې وړاندې په یوه پیغام کې ټینګار کړی و چې په افغانستان کې لسیزو جګړو دغه هېواد د انرژۍ له پلوه یو له خورا ناامنه ځایونو ګرځولی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا برادر پرون د لمریزې انرژۍ د یوې دستګاه د پرانیستې پر مهال وویل چې افغانستان په وارداتي بریښنا پورې تړلی دی.