غواړو په اروپا کې د مېشتو افغانانو له بشري حقونو دفاع وکړو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i161026-غواړو_په_اروپا_کې_د_مېشتو_افغانانو_له_بشري_حقونو_دفاع_وکړو
زمونږخبریال راپور راکړی د افغانستان د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړې استازې او د یوناما له مشرې«روزا اوتونبایوا»سره په کتنه کې ویلي
(last modified 2025-06-05T09:58:38+00:00 )
Jun 05, 2025 14:23 Asia/Kabul
  • غواړو په اروپا کې د مېشتو افغانانو له بشري حقونو دفاع وکړو

زمونږخبریال راپور راکړی د افغانستان د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړې استازې او د یوناما له مشرې«روزا اوتونبایوا»سره په کتنه کې ویلي

 چې دا ډله غواړي په اروپا کې د میشتو افغانانو ستونزو ته لاسرسی ولري او د هغوی له بشري حقونو دفاع وکړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت نن د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې دواړو خواوو د راستنېدونکو اړتیاوو، وروستیو پرمختګونو او د خصوصي سکټور د ودې په اړه خبرې کړې دي.

د خبر پاڼې له مخې، متقي اروپايي هېوادونو ته د لاسرسي او افغانانو ته د کونسلي خدمتونو د وړاندې کېدو غوښتنه کړې ده.

طالبانو له یوناما هم غوښتي چې په خپلو راپورونو کې د دې ډلې پرمختګونه یاد کړي.

د خبرپاڼې له مخې، اوتونبایوا ژمنه کړې چې د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو او امنیت شورا په راتلونکو غونډو کې د دې ډلې د پرمختګونو په اړه راپور ورکړي.