په افغانستان کې لا هم ۲۸۰ نړیوالې موسسې فعالیت کوي
د طالبانو د حکومت د اقتصاد وزارت ویاند «عبدالرحمان حبیب» ویلي چې دمګړۍ ۲۸۰ نړیوال بنسټونه د سلګونو کورنیو بنسټونو ترڅنګ په افغانستان کې فعالیت کوي.
د تاند خبري سایټ په لیکنه، هغه زیاته کړه چې تر اوسه پورې له ۲۶۰۰ ډېر ملي او نړیوال بنسټونه په دې وزارت کې ثبت شوي دي چې له دې جملې څخه ۸۲۰ په ۳۴ ولایتونو کې فعال دي.
د طالبانو ویاند ټینګار وکړ چې دا بنسټونه په روغتیا، ښوونه او روزنه، ټولنیزو خدمتونو او د اقتصاد په بېلابېلو برخو کې خلکو ته خدمات وړاندې کوي.
دا څرګندونې په داسې حال کې شوې دي چې د تیرې سلواغې میاشتې په ترڅ کې د اقتصاد وزارت اعلان کړی و چې د بهرنیو مرستو په تېره بیا د امریکا د مرستو د بندېدو په نتیجه کې د ۲۸ ولایتونو په کچه د ۵۰ نړیوالو مرستندویو بنسټونو فعالیتونه بند شوي دي.
عبدالرحمان حبیب له دې مخکې هم د ځینو رسنیو راپورونو ته په اشارې د طالبانو د حکومت له خوا د بشري مرستو په وېش کې د مداخلې خبره رد کړې وه او ویلي یې ووچې طالبان هڅه کوي د مرستندویو ادارو لپاره لا زیاتې اسانتیاوې برابرې کړي.