د افغانستان او نړۍ اړیکې په پراخېدو دي
د افغانستان د طالبانو دحکومت د بهرنیو چارو وزیر په کابل کې د افغانستان لپاره د ملایشیا له ځانګړي استازي سره په لیدنې کې د سیاسي، اقتصادي او کلتوري ملګرتیاؤ د زیاتوالي په اړه د خبرو ترڅنګ وویل چې د افغانستان او نورو هېوادونو اړیکې پراخېدو په حال کې دي.
تسنیم خبري اژانس رآپور ورکړی، د افغانستان د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي چې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر «امیرخان متقي» او د مالیزیا د ځانګړي استازي «داتو احمد اعظم» په مشرۍ یوه پلاوي په کابل کې سره لیدنه او خبرې کړې دي.
د دې اعلامیې له مخې، په دې لیدنې کې د افغانستان وروستي سیاسي او اقتصادي پرمختګونه او د کابل او کوالالمپور ترمینځ د دوهاړخیزو اړیکو د پراخولو لارې چارې وڅېړل شوې.
د افغانستان د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د ملایشیا له تاریخي ملاتړ او ملګرتیاؤ مننه وکړه او و ې ویل: «د افغانستان او نړیوالې ټولنې اړیکې پراخېدو په حال کې دي او د ګاونډیو او سیمهییزو هېوادونو سره مثبتې اړیکې روانې دي.»
امیرخان متقي زیاته کړه چې افغانستان غواړي له سویل ختیځې اسیا هېوادونو، په ځانګړي ډول مالیزیا سره، په ډیپلوماتیکو، کلتوري او اقتصادي برخو کې خپلې اړیکې پراخې کړي.
د ملایشیا ځانګړي استازي وویل چې دا سفر ئې د ملایشیا د لومړي وزیر «انور ابراهیم» په امر کړی او د افغانستان د وضعیت له پرمختګ څخه یې خوښي څرګنده کړه، همدارنګه ئې په راتلونکي کې د دواړو هېوادونو ترمینځ د لوړې کچې خبرو او سفرونو د دوام پر اړتیا ټینګار وکړ.
دواړو لوریو هیله څرګنده کړه چې دا تعاملات به د افغانستان او ملایشیا ترمینځ په بېلابېلو برخو کې د ژورو او پراخو همکاریو لامل شي.
تر دې وړاندې، د ملایشیا د لومړي وزیر ځانګړې استازې «زلینا کوی» هم د لومړي وزیر د دفتر او د دفاع، کورنیو چارو او بهرنیو چارو وزارتونو د استازو په مشرۍ یوه پلاوي سره کابل ته سفر کړی و.
زلینا له طالب چارواکو سره په لیدنې کې ویلي وو چې د دې سفر موخه د افغانستان او ملایشیا ترمینځ د اړیکو پراخول دي او د مالیزیا چارواکي د افغانستان په اړه مثبت نظر لري او په بېلابېلو برخو کې د طالبانو له حکومت سره د همکاریو لپاره چمتو دي.