له پاکستان او ایرانه ۳۲۸۴ افغانې کورنۍ هېواد ته ورستنې شوې
زمونږ خبریال راپور راکړی د طالبانو تر ادارې لاندې باختر خبري اژانس اعلان کړی چې پرون له پاکستان او ایرانه ۳۲۸۴ افغان کورنۍ هېواد ته ورستنې شوې دي.
باختر خبري اژانس نن په یوه راپور کې لیکلي چې ۶۰ کورنۍ د تورخم له لارې، ۶۲ کورنۍ د سپین بولدک له لارې، ۶۵۲ کورنۍ د ورېښمو پله له لارې او ۲۵۱۰ کورنۍ د «اسلام قلعه» له لارې هېواد ته ورغلي دي.
د راپور پر بنسټ، طالبان ادعا کوي چې له دغو کورنیو سره يې مرسته کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) راپور ورکړی چې یوازې د روان کال په جون میاشت کې له ایرانه څه باندې ۲۵۶ زره افغان کډوال ورستنې شوي او دغه سازمان یوازې د ۱۰ سلنه اړمنو د ملاتړ وړتیا لري.
دغه سازمان ویلي چې له جنوري میاشتې د جون تر لومړۍ له ايرانه ۷۱۴،۵۷۲ کډوال افغانستان ته ورستانه شوي دي.