کابلوف: د مسکو فارمټ غونډه د طالبانو په حضور ترسره کیږي
(last modified Wed, 02 Jul 2025 10:21:37 GMT )
Jul 02, 2025 14:51 Asia/Kabul
  • کابلوف: د مسکو فارمټ غونډه د طالبانو په حضور ترسره کیږي

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ راتلونکې غونډه د روان ۲۰۲۵ کال سپټمبر یا اکټوبر د طالبانو په حضورکې ترسره کیږي.

کابلوف دغه څرګندونې دوحه کې د افغانستان په اړه د کاري ډلو د غونډې له پایته رسېدو وروسته مطرح کړي او ویلي، د دغې غونډې کره نېټه تراوسه نه ده مشخصه شوې.

هغه ټینګار کړی چې د دغې غونډې احتمالي محتوا او راتلونکې همغږۍ په اړه سیمه‌ییزو شریکانو او کابل کې د روسیې سفیر سره شوي دي.

د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي همدارنګه ویلي چې د افغانستان د سرپرست حکومت استازي به هم دغه غونډه کې د بشپړ غړي په توګه حضور ولري.