ملګري ملتونه: افغان طالبان دې ځپوونکې پالیسۍ لغوه کړي
د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د دوشنبې په ورځ په د رایو په لوی اکثریت یو پرېکړهلیک تصویب کړ چې پکې له افغانستان سره د بشري، اقتصادي او د بشري حقونو د خرابېدونکي وضعیت له امله ژوره اندېښنه څرګنده شوې، او له افغان طالبانو څخه غوښتنه شوې چې خپلې سختدریځې پالیسۍ پایته ورسوي او ټولګډونه حکومت تضمین کړي.
یاد پرېکړهلیک ته ۱۱۶ هېوادونو د تایید، ۱۲ هېوادونو سپینې او اسراییل او امریکا مخالفې رایې ورکړې. دا پرېکړهلیک د طالبانو له بیا واکمنېدو نژدې څلور کاله وروسته، پر هغو بېلابېلو بحرانونو تمرکز کوي چې افغانستان ورسره مخامخ دی. په پرېکړهلیک کې د افغان ولس لپاره د نړیوالو د لا ډېر ملاتړ، او د بشري حقونو، سولې او ثبات لپاره د هڅو د بیا پیل غوښتنه شوې ده.
په پرېکړهلیک کې ټینګار شوی چې بشري، سیاسي او پراختیایي همغږې هڅې ضروري دي، او د ښځو او نجونو پر ضد د پراخ، ژور، سیستماتیک او زیاتېدونکي ظلم په اړه اندېښنه ښودل شوې، له افغان طالبانو غوښتنه شوې چې ژر تر ژره خپلې هغه پالیسۍ لغوه کړي چې ښځې او نجونې له زدهکړو، کار او ټولنیز ژوند څخه منع کوي.
پرېکړهلیک له طالبانو غواړي چې د افغانستان له لوري د نړیوالو قوانینو، په ځانګړي ډول د بشري حقونو او بشردوستانه اصولو، درناوی وکړي. همداراز، د ۱۹۳ غړو هېوادونو له خوا تصویب شوي پرېکړهلیک د تاوتریخوالي د دوام، او د القاعده، داعش، او تحریک طالبان پاکستان په څېر ترهګرو ډلو پر حضور ژوره اندېښنه څرګنده کړې، او غوښتنه یې کړې چې افغانستان باید د ترهګرو لپاره خوندي پټنځای ونهګرځي.
له امنیتي وضعیت پرته، پرېکړهلیک د افغانستان د سخت اقتصادي سقوط، پراخې بېوزلۍ او پراخېدونکي بشري بحران یادونه کړې، او د ملګرو هېوادونو او تمویلونکو څخه یې غوښتنه کړې چې خپل اصولي او دوامدار بشري ملاتړ ډېر کړي.
په پرېکړهلیک کې همداراز د طبیعي پېښو لکه سېلونو او وچکالیو د زیاتېدونکي ګواښ یادونه شوې چې د خوراکي خوندیتوب او د اقتصادي ثبات وضعیت لا خرابوي.