سږکال د حج د مراسمو پرمهال ۱۸ افغان حاجیان مړه شوي
Jul 10, 2025 14:00 Asia/Kabul
د طالبانو د حکومت د ارشاد حج او اوقافو وزارت د یوې خبري ناستې پر مهال د سږني حج په مراسمو کې د افغان حاجیانو د مړینې عمومي شمېرې خپرې کړې.
د طالبانو د حج او اوقافو سرپرست وزیر ویلي، چې د تېرو کلونو په پرتله، سږ کال د افغان حاجیانو د مړینې کچه ټیټه وه.
د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، سږ کال ټول ۱۸ افغان حاجیان په سعودي عربستان کې مړه شوي دي.
له یادې ډلې یې ۳ تنه د ټرافیکي پېښې او پاتې نور د ناروغۍ او زړښت له امله مړه شوي دي.
یاده دې وي، چې سږ کال ۳۰ زره افغانان په ۹۷ پروازونو کې د حج مراسمو لپاره سعودي عربستان ته تللي وو.
ټیګونه