تاجیکستان افغان کډوالو ته ۱۵ ورځې وخت ورکړچی له هیواده ووځي
تاجیکستان پراخ کمپاین پیل کړی چې له مخې یې زرګونه افغان کډوال نیول کېږي او په زور شړل کېږي. افغان کډوالو ته یوازې ۱۵ ورځې وخت ورکړل شوی چې له دې هیواده ووځي، هغه اقدام چې د کډوالو په منځ کې یې ویره او ګډوډي خپره کړې ده.
د افغان رسندویو له راپور سره سم تاجکستان اعلان کړی چې افغان کډوال باید د دغه هیواد له خاورې ووځي.
تاجیکستان پراخ کمپاین پیل کړی چې له مخې یې زرګونه افغان کډوال نیول کېږي او په زور شړل کېږي. افغان کډوالو ته یوازې ۱۵ ورځې وخت ورکړل شوی چې له دې هیواده ووځي، هغه اقدام چې د کډوالو په منځ کې یې ویره او ګډوډي خپره کړې ده.
د راپورونو له مخې، په تېرو ورځو کې د افغانانو نیونې خورا زیاتې شوي، په ځانګړې ډول په وحدت ښارګوټي او رودکي ولسوالۍ کې چې پلازمېنې دوشنبه ته نژدې موقعیت لري.
دغه شړل د هغو افغانانو پر ژوند اغېز کوي چې په قانوني توګه په تاجیکستان کې میشت دي، د استوګنې جواز یا د ملګرو ملتونو د پناه اسناد لري، او په کانادا یا نورو هېوادونو کې د بیا مېشتېدو په تمه دي.
ملګرو ملتونو د تاجیکستان پر دغه اقدام ژوره اندېښنه ښودلې.تاجیکستان تراوسه دا راپورونه ندي تایید کړي .
کارپوهان خبرداری ورکوي، چې د افغان کډوالو لپاره د خوندي پاتې کېدو امکانات مخ په کمېدو دي: