دطالبان مشر په قندهار کې له میرویس روغتون نه لیدنه وکړه
Jul 15, 2025 02:56 Asia/Kabul
دطالبان مشر په قندهار کې له میرویس روغتون نه لیدنه وکړه
د طالبانو د سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې د اسلامي امارت زعیم ملا هیبت الله اخندزاده ددوشنبې په ورځ په قندهارښار کې له میرویس روغتون نه لیدنه وکړه ،چې دلیدنې پر مهال یې د روغتون چارواکو ته لازمې سپارښتنې وکړې او ډاکتران او روغتیا پالان یې دښه خدمت کولو په موخه لا تشویق کړل.
ذبیح الله مجاهد لیکلي چې د دې لیدنې پر مهال داسلامي امارت له مشر سره د عامې روغتیا سرپرست وزیر مولوي نور جلال جلالي هم ملتیا کوله.
ټیګونه