امیرخان متقي د اسلامي نړۍ د همغږۍ ټولنې له مشر سره وکتل
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i162650-امیرخان_متقي_د_اسلامي_نړۍ_د_همغږۍ_ټولنې_له_مشر_سره_وکتل
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په کابل کې د اسلامي نړۍ د همغږۍ ټولنې له سرمنشي شیخ محمد بن عبدالکریم العیسی سره په لیدنه کې د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا خبرې کړې دي.
(last modified 2025-07-21T23:21:48+00:00 )
Jul 22, 2025 03:49 Asia/Kabul
  • امیرخان متقي د اسلامي نړۍ د همغږۍ ټولنې له مشر سره وکتل

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په کابل کې د اسلامي نړۍ د همغږۍ ټولنې له سرمنشي شیخ محمد بن عبدالکریم العیسی سره په لیدنه کې د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا خبرې کړې دي.

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت  په اېکس کې لیکلي چې دواړو خواوو د اسلامي نړۍ پر یووالي او نږدېوالي ټینګار کړی دی.

امیرخان متقي د اسلامي نړۍ د همغږۍ له ټولنې وغوښتل چې د طالبانو په اړه نړیوالې ټولنې ته مثبت انځور وړاندې کړي.

متقي ادعا کړې چې د طالبانو په اړه د رسنیو اوسنی روایت واقعي نه دی.