د ترکیې ساحل ساتو ۳۸ افغان کډوال ونیول
Jul 28, 2025 02:30 Asia/Kabul
د ترکیې د رسنیو د راپور له مخې، کشتۍ چې په سپرلیو کې ۲۰ ماشومان هم شامل وو، د یونان په لور روانه وه.
د ترکیې ساحل ساتونکو آیواجک (Ayvacık) سیمې ته نژدې یوه پلاستیکي کښتۍ ودروله، چې پکې ۳۸ افغان کډوال سپاره وو.
د ترکیې د رسنیو د راپور له مخې، کشتۍ چې په سپرلیو کې ۲۰ ماشومان هم شامل وو، د یونان په لور روانه وه.
ترکیې په وروستیو میاشتو کې سمندري ګزمې زیاتې کړې دي، څو په خپلو سواحلو کې د ناقانونه کډوالۍ مخه ونیسي، په ځانګړي ډول له هغه وروسته چې په افغانستان کې ناورینونه او بېوزلي زیاته شوې ده.
ټیګونه