تېره میاشت ۳۹۳ زره ټنه سوداګري په ریل لارې شوې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i162904-تېره_میاشت_۳۹۳_زره_ټنه_سوداګري_په_ریل_لارې_شوې
د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت مسؤلان وايي، د روان ۱۴۰۴ لمریز کال په تېره چنګاښ میاشت کې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې ۳۹۳ زره او ۲۹۴ مټرک ټنه صادرات او واردات شوي دي.
(last modified 2025-07-29T05:04:30+00:00 )
Jul 29, 2025 09:25 Asia/Kabul
  • تېره میاشت ۳۹۳ زره ټنه سوداګري په ریل لارې شوې

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت مسؤلان وايي، د روان ۱۴۰۴ لمریز کال په تېره چنګاښ میاشت کې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې ۳۹۳ زره او ۲۹۴ مټرک ټنه صادرات او واردات شوي دي.

تاند خبري سایټ لیکلي چې د دغه وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس نن (سه شنبه) په دې اړه پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې، په دغو انتقالاتو کې ۲۸۶ زره او ۱۷۸ ټنه د حیرتان، ۳۷ زره او ۲۲۶ ټنه د هرات- خواف، ۳۶ زره او ۱۰۹ د تورغونډۍ او ۳۳ زره ۷۷۲ ټنه د آقینې سرحد له لارو صادر او وارد شوي دي.

حق شناس زیاته کړې چې ، په دغو صادراتو او وارداتو کي ۳ زره او ۱۸۹ ټنه صادرات شوي دي.

سرچینه زیاتوي چې د صادرات ډېره برخه ی وچه مېوه او د انارو جوس دي.

دا په داسې حال کې ده چې، له دې وړاندې دغه وزارت په غبرګولي میاشت کې هم د ۳۱۲ زره ټنو انتقالاتو د ترسره کېدو خبر ورکړی وو.

اقتصادي کارپوهان بیا تر وارداتو د صادراتو پر زیاتوالي ډیر ټینګار کوي.

دوی وایي که طالبان اقتصادي برخه کې د وطن ځان بسیاینه غواړي نو په هره برخه کې باید داخلي تولید زیات کړي څو ورسره صادرات لوړ او د وارداتو کچه راټیټه شي.

اقتصادي ماهران د صادراتو د اهمیت په هکله وايي“تر وارداتو د صادراتو زیاتوالی د یوه هېواد لپاره ځکه مهم دی چې دا د اقتصادي ودې، د بهرنیو اسعارو لاسته راوړلو، او د سوداګرۍ د توازن د ښه کېدو لامل کېږي. کله چې هېواد ډېر صادرات ولري، نه یوازې د ملي تولیداتو لپاره بازار موندل کېږي، بلکې د خلکو لپاره کاري فرصتونه هم زیاتېږي، عاید لوړېږي، او د ملي اسعارو ارزښت ټینګېږي. دا چاره د بهرنیو پورونو اړتیا کموي او هېواد ته نړیوال اقتصادي اعتبار ورکوي.”