په افغانستان کې د بشري بحران په اړه د خبرداريو زیاتوالی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i163118-په_افغانستان_کې_د_بشري_بحران_په_اړه_د_خبرداريو_زیاتوالی
د نن ورځې پارس- څرنګه چې لوږه او ناروغي د ملیونونو افغانانو لپاره یو جدي ګواښ ګرځیدلی، د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) او د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) خبرداری ورکړی چې د دې بحران دوام د پراخ بشري ناورین لامل ګرځیدلی شي.
(last modified 2025-08-03T22:27:16+00:00 )
Aug 04, 2025 02:54 Asia/Kabul
  • په افغانستان کې د بشري بحران په اړه د خبرداريو زیاتوالی

د نن ورځې پارس- څرنګه چې لوږه او ناروغي د ملیونونو افغانانو لپاره یو جدي ګواښ ګرځیدلی، د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) او د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) خبرداری ورکړی چې د دې بحران دوام د پراخ بشري ناورین لامل ګرځیدلی شي.

د خوړو نړیوال پروګرام ( WFP) او د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) په دوو جلا راپورونو کې په افغانستان کې د بشري بحران د زیاتیدو په اړه خبرداری ورکړی دی؛ یو داسې بحران چې د ملیونونو اتباعو، په ځانګړې توګه د ښځو او ماشومانو ژوند ګواښي.

د WFP د راپور له مخې، په افغانستان کې د لوږې وضعیت تر پخوا بدتر شوی او لږترلږه ۱۰ میلیونه خلک د ژوندي پاتې کیدو لپاره بیړنيو خوراکي مرستو ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو دغې ادارې اعلان کړی چې په راتلونکو شپږو میاشتو کې د خپلو مرستو پروګرامونو ته دوام ورکولو لپاره له ۵۳۹ ملیون ډالرو څخه ډیر تمویل ته اړتیا لري.

په دې منځومان کې، د کورنیو ښځینه مشرانې، ماشومان، او له ګاونډیو هیوادونو څخه راستنیدونکي له ډیرو زیان منونکو ډلو څخه دي.