په تورخم کې د افغانستان د لسګونو بار وړونکو موټرو بندېدا
پارس تودی-د افغانستان تجارتي لاریو چي پاکستاني نمبر پلېټونه لري، په افغانستان کې د خپل بار له خالي کولو وروسته، پاکستان ته د ستنېدو پر مهال له ستونزو سره مخ شوي دي.
د افغان رسنیو له راپور سره سم، د پاکستان سفارت لخوا د ویزې د نه صادرېدو له کبله شاوخوا درې اوونۍ راهیسې په زرګونو بار وړونکي موټرې په تورخم کې د افغانستان په خوا کې بند پاته شوي دي.
ویل کیږي چي د پاکستان سفارت هغه افغان ډرېورانو ته چي ګآډې یې پاکستاني نمبر پلېټونه لري، ویزې نه ورکوي، په داسي حال کې چي اکثره افغان ډرېوران پاکستاني ګاډې لري.
د ازاد قبائل د ټرانسپورټي شرکت مسئول اقبال خان رسنیو سره په مرکه کې وویل:
پاکستاني مسئولین وايي چې موافقه شوې چې پاکستاني موټرچلوونکي له افغانستان څخه ویزه ترلاسه کړي او افغان موټرچلوونکي له پاکستان څخه، خو اوسنی ستونزه دا ده چې ۹۰ تر ۹۵ سلنه موټرچلوونکي افغانان دي او د هغوی موټرونه د پاکستان نمبرپلېټ لري، خو پاکستان دوی ته ویزه نه ورکوي.
په داسې حال کې چې د اګست له لومړۍ نېټې راهیسې د دواړو هېوادونو پاکستان او افغانستان لپاره د سوداګریزو موټرو چلونکو او د هغوی د مرستیالانو لپاره د ویزې لرل لازمي شوي دي.
ویل کېږي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ټرانسپورټ او ترانزیت موضوع تل له ستونزو سره مخ وه او دا موضوع د دواړو هېوادونو په سوداګرۍ کې هم اغیز کړی دی.