د افغانستان او پاکستان پر تحولاتو یوه کتنه په تیرې اونۍ کې
د تهران د پښتو خپرونې او انټرنیټي ویب پاڼې درنو او محترمو اورېدونکو ښه او نیکمرغه ژوند ولرئ،دوستانود خپرونې په دې شیبو کې په تیرې اونئ کې، د افغانستان او پاکستان د بدلونونو په باب له اونیز پروګرام سره ستاسو په خدمت یوو؛ په دغه ننني مطلب کې په پیل کې ددواړو هیوادونو د تیرې اونئ ځینو مهمو پيښو ته یوه لنډه شان کتنه کوو او بیا مو هم رابولوو، دځينو موردونو په باب د تحلیلي برخې آوریدو ته ،نو هیله ده د استفادې وړ م و وګرځي.
*******************
*/*/*/
په کابل کې د افغانستان د پوهنې وزارت له چارواکو سره د ایرانیو چارواکو کتنه
*/*/*/
له افغانستانه د امریکا دبې شرمې وتلو کلیزه
*/*/*/
د پاکستان په بلوچستان صوبې کې د ترهه ګر و په ضد پوځي عملیات
*/*/*/
او د پاکستان د کورمې ضلغې د امنیت او ثبات په اړه د لوئې جرګې ناسته، دا ؤ په تیرې اونئ کې ددواړو هیوادونو ځيني مهمې پيښې،البته اوس مو هم رابولوو،د ځينو موردونو په باب دتحلیلي برخې آوریدو ته .
*******************
د افغانستان د طالبانو د پوهنې وزارت د بهرنیو اړیکو او د معارف وزارت د تامینونې د چارو مشر حسیبا... صاحبزاده ، په کابل کې د ایران د سفارت د کلتوري چارو له سلایار سید روحا....حسینی سره په لیدنې کې د ایران او افغانستان ترمینځ د کلتوري او ښوونیزوملګرتیاؤ پر پراختیا ټینګار وکړ.
صاحبزاده د ایران او افغانستان په دوستانه اړیکو خوښي څرګنده کړه او وې ویل چې د پوهنې وزارت په کلتوري او ښوونیزو برخو کې له ایران سره ملګرتیا ته چمتو دی. په دغې لیدنې کې هوکړه وشوه چې د ایرانيو کارپوهانو او د افغانستان د پوهنې وزارت د مسؤلینو په ګډون یو ګډ سمینار د دواړو لورو له خوا وڅېړل او پلان شي.
په کابل کې د تهران کلتوري سلایار هم د ایران د هوډ پر بنسټ له افغانستان سره د علمي، کلتوري او ښوونیزو ملګرتیاؤ پر پراخولو ټینګار وکړ او د ایران د پوهنې او روزنې وزارت او د افغانستان د پوهنې وزارت ترمینځ د ملګرتیاؤ د تړون پر اړتیا ئې ټینګار وکړ .
د افغانستان د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ د وزارت مطبوعاتي دفتر وئيلي دي،چې ددغه وزارت مرستیال احمدا... زاهد په خپل کاري دفتر کې د چینائي پانګوالو له یوې ډلې سره ولیدل او ورسره ئې خبرې وکړې. د راپور له مخې، په دې لیدنې کې چینائي پانګوالو د برېښنا تولید، د تولیدي فابریکو جوړولو او په افغانستان کې د ودانیزو فعالیتونو په برخو کې د پانګونې لیوالتیا څرګنده کړه او د طالبانو د حکومت د ملګرتیا او ملاتړ غوښتنه ئې وکړه.
زاهد د دغې لیوالتیا هرکلیی وکړ او افغانستان ئې د پانګونې لپاره خوندي او مناسب چاپېریال وباله، او زیاته ئې کړه چې اوسمهال د پانګوالو لپاره په بېلابېلو برخو کې بېساري اسانتیاوې او امکانات برابر شوي دي.
د چین او افغانستان سوداګریزې اړیکې، چې کابل ئې تر ټولو لوي سوداګریز شریک دی، د کلونو په اوږدو او د کورنيو جګړو باوجود دوام لري
د افغانستان د طالبانو د کورنیو چارو وزارت لومړي مرستیال «محمد نبي عمري» د کابل د سقوط او د امریکا د بې شرمه وتلو د کلیزې په دستورو کې وویل چې امریکا د نړۍ د فساد، جګړې او ناامنۍ اصلي سرچینه ده او په افغانستان کې د دغه هېواد ماتې، ددوي غرور او سلطهغوښتنه ماته کړه.
نبي عمري، د نیواکګرو او ترهه ګرو امریکائي عسکرو د وتلو په اړه وویل چې د واشنګټن په ماتې سره، د دوي فرعونیت او غرور هم ونړېد. هغه زیاته کړه چې امریکا هیڅکله د یوه آزاد، خپلواکه او ملي حاکمیت لرونکي افغانستان غوښتونکې نه وه او تل ئې په دې هېواد کې د نفوذ او سلطې په لټه کې وه.
دا څرګندونې د اګست ۱۴،یعني په هغه ورځ چې طالبانو د کابل له سقوط وروسته واک ترلاسه کړ، مطرح شوې. طالبان دا ورځ د امریکا او متحدینو پر وړاندې د خپلې «بریا» نښه بولي.
د افغانستان د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ د وزیر نورالدین عزیزي په مشرۍ یوه لوړپوړې پلاوي د قرقیزستان په رسمي بلنې د قرقیزستان او روسيې د اووم اقتصادي فورم کې د ګډون په موخه دغه هېواد ته سفر وکړ. د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې، دا غونډه د اقتصادي ملګرتیا،ؤ، ډیجیټلایزېشن، مالي چارو، ګرځندوي او نوې کېدونکي انرژي په موضوعاتو تمرکز لري.
ددغه وزارت په اعلامیې کې وئيل شوي دي، د قرقیزستان غونډه د هېوادونو د استازو ترمینځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا او د نوو ملګرتیاؤ د موندلو لپاره یوه مناسبه موقع ده.
دا وزارت وائي چې په داسې غونډو کې د افغانستان ګډون کولای شي نوي اقتصادي اړیکې رامنځته کړي، پانګونه جذب کړي او د صادراتو بازارونه پراخ کړي.
د پاکستان د پوځ عامه اړیکو (ISPR) په یوې بیانیې کې وئيلي دي چې د اګست له ۷ څخه تر ۹ نیټې پورې ئې د بلوچستان صوبې په سرحدي سیمې سمبازا کې په یولړ پوځي عملیاتو کې ۴۷ ترهګر ووژل. په بیان کې زیاته شوې چې د اګست ۱۰ او ۱۱ د شپې په عملیاتو کې درې نور ترهګر هم ووژل شول.
د خبري سرچینو په وینا، له وژل شویو ترهګرو څخه د وسلو، چاودېدونکو توکو او پوځي تجهیزاتو لویه کچه ترلاسه شوې ده. د پاکستان ولسمشر آصف علي زرداري او لومړي وزیر شهباز شریف په جلا جلا بیانونو کې د امنیتي ځواکونو د بریالي عملیاتو ستاینه وکړه او ټینګار ئې وکړ چې د ترهګرۍ پر وړاندې جګړه به تر بشپړې له مینځه وړلو پورې دوام ولري.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي هم د بهرنیو ملاتړ لرونکو ترهګریزو ډلو، په تیره بیا د هند له خوا ملاتړل شویو ډلو پر وړاندې د امنیتي ځواکونو د مبارزې ستاینه وکړه او دا عملیات ئې د ملي امنیت د ساتنې لپاره یو اغېزشیندونکی ګام وباله. د پاکستان پوځ اعلان کړی چې د هېواد امنیت ته د هر ډول ګواښ پر وړاندې به په پوره قوت سره مبارزه وکړي او اجازه به ورنکړي چې ترهګرې ډلې، ملي سوله او پرمختګ ګډوډ کړي.
د پاکستان په شمال لویدیځ کې د خیبر پختونخواه صوبې د کرم ضلعې د قبایلو مشرانو په یوه مشورتي ناسته(ګرینډ جرګه) کې، چې د خیبرپختونخوا د صوبائي حکومت په نوښت جوړه شوې وه، وئيلي دي،په دغې سیمې کې سوله او ثبات د افغانستان له امنیتي وضعیت سره مستقیمه اړیکه لري او له کابل سره د خبرو اترو لپاره ئې د فدرال او صوبائي حکومتونو، امنیتي ادارو او ځائي مشرانو په ګډون د یوې پياوي شورا د جوړولو غوښتنه وکړه.
د جرګې ګډونوالو له افغانستان سره د سوداګریزو لارو د بیا پرانستلو پر اهمیت ټینګار وکړ او دا ئې د کارموندنې او اقتصادي سوکالۍ لپاره مهم وباله. دوی د کرمې سیمې په ثبات راوستلو کې د صوبائي حکومت د هڅو ستاینه وکړه او ژمنه ئې وکړه چې د ترهګرۍ او ناامنۍ پر وړاندې به له حکومت سره ملګرتیا کوي.البته له صوبائي حکومته هم تمه لری چې د سولې او امنیت د ټينګیدا لپاره دې پخپلو اساسی او قانوني دندو او مسئولیّتونو عمل وکړي او له ترهه ګرو سره اړونده ځيني کړئ دې وپيژني او له حکومتي ادارو دې دددغه شان کړیو جرړه وباسي.
د خیبرپختونخوا کرم سیمه د پاکستان او افغانستان ترمینځ یوه حساسه سرحدي سیمه ده چې د قومي او مذهبي ډولوالي له امله تل د فرقهیيزې شخړې او وسلهوالو تاوتریخوالو له خطرې سره مخ وي ، نو ځکه ترهه ګر او ځیني اړئ ګړئ غواړي کړئ په دغې سیمې کې له مذهبی جذباتو او احساساتو څخه د تاؤتریخوالي د رامینځةکولو لپاره ناسمه استفاده کوي. دا سیمه له اقتصادي پلوه پر سرحدي سوداګرۍ تکیه لري او په وروستیو کلونو کې د سوداګریزو لارو تړل کېدو د بېکارۍ او ټولنیزخپګان زیاتوالی رامینځته کړی دی. د افغانستان امنیتي تحولات په مستقیمه توګه پر کرُمې اغېز کوي، چې له امله ئې ځائي چارواکو د کابل سره د مستقیم تعامل او سولې پر اړتیا ټینګار کړی دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند «شفت علي خان» وویل چې د افغانستان د طالبانو د اوبو او انرژئ وزیر عبدالطیف منصور څرګندونې، چې پاکستان ئې د افغانستان د مرکزي حکومت په کمزوري کولو تورن کړی و، د عقل، تاریخ او واقعیتونو پرخلاف دي.
منصور ویلي وو چې پاکستان هیڅکله د یوه پياوړي او خپلواکه مرکزي حکومت غوښتونکی نه دی او د اسلاماباد لپاره فرق نه کوي چې په افغانستان کې د طالبانو، ډلې یا بلې ډلې واکمني وي.
شفت علي خان ټینګار وکړ چې هیڅ هېواد د افغانستان په ثبات کې د پاکستان په اندازه ګټه نه لري. نوموړي زیاته کړه چې دا څرګندونې به د طالبانو له حکومت سره مطرح کړي.
د پاکستان لومړي وزیر «محمد شهباز شریف» د اذربایجان جمهوریت له ولسمشر الهام علياف سره په ټیلیفوني خبرو کې د اذربایجان جمهوریت او ارمنستان ترمینځ د سولې تړون د قفقاز جنوب لپاره یو تاریخي پېښه وبلله. شهباز شریف په ایکس ټولنیز چینل کې ولیکل چې دا تړون د سیمې د سوکالۍ او ثبات پیل دی.
د اذربایجان جمهوریت ولسمشر د قرهباغ په مسئلې کې د پاکستان د دوامدار ملاتړ مننه وکړه او وې ویل چې د دغه هېواد خلک به د اسلاماباد ملاتړ تل د ورورګلورئ او اخلاقي دریځ په توګه یاد کړي. علياف ټینګار وکړ چې دا نوې سوله کولای شي د پاکستان او مرکزي اسیا ترمینځ د نويو سیمهییزو اړیکو لپاره فرصتونه برابر کړي.
پاکستان د قرهباغ په موضوع کې د اذربایجان جمهوریت یو دودیزو متحد دی او په ټولو نړیوالو غونډو کې د باکو له دریځونو ئې ملاتړ کړی دی.
په تیرې اونۍ کې د حسینی اربعین د شپو ورځو په نږدې کېدو سره، د پاکستان لسګونو زره شیعیانو له کراچي ښاره له ایران سره په پولې کې «ریمدان» سرحد په لور یو لاریون پيل کړ. دا اعتراضيه لاریون د اسلاماباد د حکومت د هغې پرېکړې په غبرګون کې اعلان شو چې د زیاراتو او عتباتو لپاره ئې پر پاکستانیو زیارتوالو او مینه والو باندې د ځمکني سفر په اړه پابندي ولګوله او د حسینی اربعین زائرینو لپاره ئې هوائي سفرونه لازمي کړل. خو د پاکستان د اهل تشیع او اهل تسنن چې له اهل بیت علیهم السلام او په تبیره بیا د حضرت امام حسین علیه السلام دشهادت د څلویښتئ یعني اربعین په دستورو کې د ګډون لپاره د ایران له لارې کربلا ته ګروهمن وو، سخت غبرګون وښود او مذهبی مشرانو په دغې فیصلې په اعتراض کې له کراچئ تر سرحدي سیمو پورې داغتراضیه لاریون ترسره کولو پریکړه وکړه . په دغه سولهییز او سبمولیک لاریون کې ګډونوالو د مذهبي بیرغونو او د حسینی اربعین د زیارت په ملاتړ شعارونو سره د حکومت له پرېکړې څخه د بیا کتنې غوښتنه وکړه.د لاریون جوړوونکو وویل چې د حسینی اربعین لاریون د شیعیانو د دیني هویت یوه برخه ده او د ځمکني سفر محدودیتونه د وګړو د بنسټیزو دیني حقونو خلاف ورزي ګڼل کېږي. چې هیڅکله به هم ورته دغه شان اجازت ورنه کړي.
البته د سند صوبې د ګورنر په هڅو سره د مرکزي حکومت او د لاریون کونکو ترمینځ خبرواترو لاره هواره شوه او له مرکزي حکومت سره په خبرواترو کې د لاریون کونکو غوښتې ومنل شوې او دغه راز دغه ولولناک او اعتراضیه لاریون هم لغوه شو.
خوږو دوستانو د پاکستان او افغانستان د تیرې اونئ د ځینو مهمو پیښو په اړه د اونیز پروګرام وخت هم همدومره ؤ، ن و تر بل پروګرام پورې مو په نیاؤمن خداي سپارو.
(سیماب)