ملابرادر، لویدیځ بانکي محدودیتونه د پانګونې پر وړاندې جدي خنډ بللی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i164244-ملابرادر_لویدیځ_بانکي_محدودیتونه_د_پانګونې_پر_وړاندې_جدي_خنډ_بللی
د افغان طالبانو د ریاست‌‌الوزرا اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر برېښنا سکتور کې د پانګونې جلبولو په کنفرانس کې وویل، د لویدیځ بانکي محدودیتونه دلته د پانګونې پر وړاندې جدي خنډ دی.
(last modified 2025-09-06T04:49:13+00:00 )
Sep 06, 2025 09:17 Asia/Kabul
  • ملابرادر، لویدیځ بانکي محدودیتونه د پانګونې پر وړاندې جدي خنډ بللی

د افغان طالبانو د ریاست‌‌الوزرا اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر برېښنا سکتور کې د پانګونې جلبولو په کنفرانس کې وویل، د لویدیځ بانکي محدودیتونه دلته د پانګونې پر وړاندې جدي خنډ دی.

ملا عبدالغني برادر نن په کنفرانس کې ټینګار کړی چې دا محدودیتونه نه یوازې د افغانستان لپاره، بلکې د نړۍ لپاره هم زیانمنونکي دي او باید ژر تر ژره لرې شي.

هغه زیاته کړې افغانستان د نوي کیدونکي انرژۍ بډایه سرچینې لري او دلته پراخ فرصتونه شتون لري چې باید پکې پانګونه وشي.

د نوموړي په وینا چې له  شته فرصتونو څخه ګټه پورته کول به نه یوازې د افغانستان د بریښنا سکتور په ځان بسیا کړي، بلکې دا به نورو هیوادونو ته د بریښنا صادراتو ته هم لاره هواره کړي.

د طالبانو د برېښنا شرکت اجرایوي رییس، عبدالباري عمر هم ویلي چې افغانستان د انرژۍ له بېلابېلو سرچینو څخه د زرګونو میګاواټو برېښنا د تولید ظرفیت لري.