ملابرادر، لویدیځ بانکي محدودیتونه د پانګونې پر وړاندې جدي خنډ بللی
د افغان طالبانو د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر برېښنا سکتور کې د پانګونې جلبولو په کنفرانس کې وویل، د لویدیځ بانکي محدودیتونه دلته د پانګونې پر وړاندې جدي خنډ دی.
ملا عبدالغني برادر نن په کنفرانس کې ټینګار کړی چې دا محدودیتونه نه یوازې د افغانستان لپاره، بلکې د نړۍ لپاره هم زیانمنونکي دي او باید ژر تر ژره لرې شي.
هغه زیاته کړې افغانستان د نوي کیدونکي انرژۍ بډایه سرچینې لري او دلته پراخ فرصتونه شتون لري چې باید پکې پانګونه وشي.
د نوموړي په وینا چې له شته فرصتونو څخه ګټه پورته کول به نه یوازې د افغانستان د بریښنا سکتور په ځان بسیا کړي، بلکې دا به نورو هیوادونو ته د بریښنا صادراتو ته هم لاره هواره کړي.
د طالبانو د برېښنا شرکت اجرایوي رییس، عبدالباري عمر هم ویلي چې افغانستان د انرژۍ له بېلابېلو سرچینو څخه د زرګونو میګاواټو برېښنا د تولید ظرفیت لري.