د افغانستان پلازمینه کابل تر دې د زیاتو خلکو ظرفیت نه لري
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i164340-د_افغانستان_پلازمینه_کابل_تر_دې_د_زیاتو_خلکو_ظرفیت_نه_لري
زمونږ خبریال راپور راکړي د افغانستان د پلازمینې کابل یو شمېر اوسېدونکي د هېواد له بېلابېلو سیمو پلازمېنې ته په پراخه کچه د خلکو پر راکډه کېدو اندېښمن دي.
(last modified 2025-09-08T10:47:22+00:00 )
Sep 08, 2025 15:08 Asia/Kabul
  • د افغانستان پلازمینه کابل  تر دې د زیاتو خلکو ظرفیت نه لري

زمونږ خبریال راپور راکړي د افغانستان د پلازمینې کابل یو شمېر اوسېدونکي د هېواد له بېلابېلو سیمو پلازمېنې ته په پراخه کچه د خلکو پر راکډه کېدو اندېښمن دي.

 دوی وایي، د ولایتونو اوسېدونکي د نویو فرصتونو په لټه کې کابل ته راځي، خو په کابل کې پر محدودو فرصتونو سربېره، د دومره نفوس د منلو ظرفیت هم نشته.

 د کابل اوسېدونکي په لېرې پرتو سیمو کې د ښاري او عصري خدمتونه د وړاندې کېدو غوښتنه کوي څو پلازمېنې ته د پراخې کډوالۍ مخه ونیول شي.

 دا اندېښنې په داسې حال کې مطرح کېږي، چې له ایران او پاکستانه د زرګونو هېوادوالو له وتلو وروسته، ډېری راستانه شوي افغانان کابل ته او یو شمېر نوریې لویو ښارونو ته تللي دي.

د کابل یو شمېر اوسېدونکو ټینګار کړی، چې د دغه وضعیت دوام نه یوازې کاري فرصتونه محدود کړي دي، بلکې د نفوسو خورا زیاتوالی، د جرمونو د کچې د لوړېدو او د کورونو د بحران رامنځته کېدو لامل شوی دی.

د کابل یو اوسېدونکی میرویس هاشمي وایي، خلک د ځينو اسانتیاوو له امله له ولایتونو او کلیو کابل ته کډه کوي.

 د هغه په وینا، د ولایتونو د اوسېدونکو پراخ حضور په کابل کې د بې‌کارۍ او د کورونو د بحران لامل شوی دی.

نوموړی زیاتوي: «دا چې کابل د هېواد مرکز دی او د ولایتونو پرتله د کار ډېر فرصتونه لري، دغه راز بېلابېلې ادارې او بنسټونو پکې شته، ډېر خلک ځان ته راجذبوي.

 خلک د خپلې کورنۍ لپاره د یوې مړۍ ډوډۍ موندلو او د معیشت د برابرولو لپاره دغه ښار ته راځي؛ خو له بلې خوا، همدا مسأله په دغه ښار کې د بحرانونو د رامنځته کېدو لامل شوې ده.»

د کابل یو اوسېدونکی اجمل وایي، په دې وروستیو کې له ولایتونو څخه   ښارونو په ځانګړي توګه کابل ته د خلکو کډوالي زیاته شوې ده.

هغه ټینګار کوي چې کابل تر دې د زیات نفوس د منلو ظرفیت نه لري.

د کابل دغه اوسېدونکی زیاتوي: «په دې شرایطو کې له طالبانو زموږ غوښتنه دا ده چې په ولایتونو کې د کار زمینه او اړینې اسانتیاوې برابرې شي څو د خلکو ستونزې په هماغه ځای کې حل شي او دوی اړ نه شي چې پلازمېنې ته کډه وکړي؛ ځکه کابل اوس مهال تر دې د زیات نفوس د منلو ظرفیت نه لري.»