د ایران د مرستو دوهمه جوپه کابل ته ورسیده
د افغانستان په ختیځ کې د زلزلې د قربانیانو لپاره د ایران د اسلامي جمهوریت د بشري مرستو دوهمه جوپه د کابل په هوايي ډګر کې د ایران د سفیر او یو شمیر افغان چارواکو ته وسپارل شوه.
د فارس خبري اژانس د خبریال په وینا، د ایران د اسلامي جمهوریت له خوا د افغانستان په ختیځ کښې د زلزله ځپلو لپاره د بشري مرستو دوهمه جوپه پرون د کابل په هوايي ډګر کې د ایران د سفیر علیرضا بیکدلي او یو شمیر افغان چارواکو په شتون کې وسپارل شوه.
پهدې جوپه کې ۱۰ زره کمبلې، ۳۷ ټنه خواړه او ۸ ټنه د حفظ الصحې توکي شامل دي.
ښاغلي بیکدلي د سپارلو په دې مراسمو کې وویل: "ایران تل د افغانستان د خلکو سره دی او تر اوسه یې په دریو مرحلو کې زلزله ځپلو سیمو ته ۸۰، ۵۰ او ۶۷ ټنه خیمې، کمپلې، خواړه او د حفظ الصحې توکي لیږلي دي."
هغه همداشان د ایران د سرې میاشتې سازمان د هڅو او تعقیب ستاینه وکړه.