تېره اونۍ پر رېل لارې کابو ۱۰۰ زره ټنه راکړه ورکړه شوې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i164346-تېره_اونۍ_پر_رېل_لارې_کابو_۱۰۰_زره_ټنه_راکړه_ورکړه_شوې
د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت وايي، په تېره یوه اوونۍ کې (۹۹،۹۲۷) ټنه توکي د ریل پټلۍ له لارې صادر او وارد شوي دي.
(last modified 2025-09-08T20:56:08+00:00 )
Sep 09, 2025 01:14 Asia/Kabul
  • تېره اونۍ پر رېل لارې کابو ۱۰۰ زره ټنه راکړه ورکړه شوې

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت وايي، په تېره یوه اوونۍ کې (۹۹،۹۲۷) ټنه توکي د ریل پټلۍ له لارې صادر او وارد شوي دي.

دغه وزارت پرونپه یوه خبرپاڼه کې وویل چې په دې موده کې، (۶۹،۵۱۶) ټنه توکي د حیرتان بندر له لارې، (۵،۸۰۶) ټنه توکي د اقینه بندر له لارې، (۱۱،۴۲۹) ټنه توکي د تورغونډۍ بندر له لارې او (۱۳،۱۷۶) ټنه توکي د خواف هرات بندر له لارې لیږدول شوي دي.

خبرپاڼه زیاتوي چې په ټولیزه توګه (۹۹،۹۲۷) میټریک ټنه، چې تېلي، غیر تېلي او نور توکي پکې شامل دي، صادر او وارد شوي دي.

د خبرپاڼې په وینا، په تېره اونۍ کې، (۵۳۳) ټنه سوداګریز توکي صادر شوي، چې ډېری یې وچې میوې او نرم مشروبات وو.

کارپوهان وایي، د ریل پټلۍ له لارې د صادراتو او وارداتو د کچې په لوړیدو سره به  د کار ډېر فرصتونه هم رامنځته شي، ملي عواید به زیات شي، او د اقتصادي ثبات، پراختیا او ځان بسیاینې لپاره به لاره هواره شي.

د طالبانو د حکومت د ټولګټو وزارت ټینګار کړی چې هڅه کوي د لیږد لپاره مناسب شرایط او سوداګرو ته ډېرې اسانتیاوې برابرې کړي.