افغانستان هانگ کانگ ته د ۹۴ منډو په توپیر ماتې ورکړه
د اسیا کپ شل اوریزو کرېکټ سیالیو په لومړۍ لوبه کې افغان ملي لوبډلې هانگ کانگ ته د ۹۴ منډو په توپیر ماتې ورکړه او لومړۍ بریا یې خپله کړه
دا لوبه د وږي پر ۱۸مه د اوبوظبۍ په لوبغالي کې وشوه.
د لوبې پچه افغان لوبډلې وګټله او لومړی یې د منډو جوړولو پرېکړه وکړه.
افغانستان په ټاکل شویو اورونو کې ۱۸۸ منډې جوړې کړې او سیالې لوبډلې ته یې د ۱۸۹ منډو هدف وټاکه.
د افغانستان په ګټه صدیق اتل ۷۳ منډې، عظمتالله عمرزي ۵۳ او محمد نبي ۳۳ منډې جوړې کړې.
هانګ کانګ په خپلې پاڼۍ کې ونه توانېد د افغان لوبډلې له خوا ورکړل شوی ټارګېټ پوره کړي او یوازې یې ۹۴ منډې جوړې کړې.
افغانستان به خپله دویمه لوبه د سپټمبر پر ۱۶مه له بنګلهدېش او بله به د همدې میاشتې پر ۱۸مه له سریلانکا سره وکړي.
په اسیا جام سياليو کې ټولې اته لوبډلې لوبېږي چې په دوو ګروپونو وېشل شوې دي
په الف ګروپ کې هند، پاکستان، متحده عرب امارت او عمان دي. په ب ګروپ کې بیا افغانستان، بنګلهدېش، سریلانکا او هانګ کانګ له یو بل سره لوبېږي.
د یادونې ده چې نن د همدې سیالیو په لړ کې هند او متحده عربي امارات له یو بل سره سیالي کوي