یونسیف ویلي وروستیو زلزلو لږ تر لږه ۱۱۸۲ افغان ماشومان وژلي دي
Sep 13, 2025 05:55 Asia/Kabul
یونیسف وویل، د تېرې میاشتې زلزلو د افغانستان په ختیځ کې لږ تر لږه ۱،۱۸۲ ماشومان وژلي چې د ټولو تلفاتو تر نیمایي زیات جوړوي.
یونیسف ویلي چې دا شمېرې د سیمې د سروې ګانو او د یونیسف او نورو بشردوستانه ملګرو د راټولو شوو معلوماتو پر بنسټ دي. د اګست پر ۳۱مه ۶ اعشاریه ۳ ریښتره زلزلې د کونړ او ننګرهار ولایتونه ولړزول، ورپسې څو نورې زورورې زلزلې وشوې چې ویجاړۍ یې لا پسې زیاتې کړې.
د ملګرو ملتونو د ادارو د معلوماتو له مخې، ټولټال ۲،۱۶۴ کسان وژل شوي، ۳،۴۲۸ ټپیان شوي او تر ۶،۷۰۰ زیات کورونه ویجاړ شوي یا سخت زیانمن شوي دي.
ټیګونه