د پیسو نړیوال صندوق افغانستان ته مرستې وځنډولې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i164520-د_پیسو_نړیوال_صندوق_افغانستان_ته_مرستې_وځنډولې
دپیسو نړیوال صندوق (IMF) افغانستان ته خپلې مرستې ځنډولې دي، ځکه چې د دغه صندوق په وینا په دغه هېواد کې سیاسي ناڅرګندتیا ورځ تر بلې ډېریږي.
(last modified 2025-09-13T01:34:09+00:00 )
Sep 13, 2025 06:00 Asia/Kabul
  • د پیسو نړیوال صندوق افغانستان ته مرستې وځنډولې

دپیسو نړیوال صندوق (IMF) افغانستان ته خپلې مرستې ځنډولې دي، ځکه چې د دغه صندوق په وینا په دغه هېواد کې سیاسي ناڅرګندتیا ورځ تر بلې ډېریږي.

دا خبره هغه مهال څرکنده شوه چې د پیسو نړیوالې بسپنې (صندوق) تازه د ۶۵۰ میلیارد ډالرو په ارزښت ځانګړې اختصاصي حقوق (SDR) د خپلو غړو هیوادونو لپاره اعلان کړل، خو افغانستان په دې وخت کې د دغو مرستو د ترلاسه کولو اجازه نه لري.

د پیسو د نړیوالې بسپنې ویندوی جېري رایس په یوه خبري ناسته کې وویل چې افغانستان دې مرستې ته لاسرسی نه لري، ځکه چې د افغانستان د حکومت په اړه لاهم نړیواله ناڅرګندتیا شته.

هغه زیاته کړه: «زموږ اړیکې له افغانستان سره تر هغه وخته ځنډول شوي چې د حکومت د رسمیت پېژندنې په اړه د نړیوالې ټولنې له لوري وضاحت رامنځته شي.

رایس وویل، له همدې امله د  پیسو د نړیوالې بسپنې پروګرام په افغانستان کې ځنډول شوی دی .