کابلوف: په بګرام کې د امریکا پوځي حضور به ویجاړوونکې پایلې ولري
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i164950-کابلوف_په_بګرام_کې_د_امریکا_پوځي_حضور_به_ویجاړوونکې_پایلې_ولري
د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف پر افغانستان د امریکا احتمالي برید لرې بللی، ځکه په خبره یې د دې ګام پایلې به د واشنګټن لپاره خورا ویجاړوونکې وي.
(last modified 2025-09-23T01:32:02+00:00 )
Sep 23, 2025 05:56 Asia/Kabul
  • کابلوف: په بګرام کې د امریکا پوځي حضور به ویجاړوونکې پایلې ولري

د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف پر افغانستان د امریکا احتمالي برید لرې بللی، ځکه په خبره یې د دې ګام پایلې به د واشنګټن لپاره خورا ویجاړوونکې وي.

د رسنیو په حواله، کابلوف د دې پوښتنې په ځواب کې چې آیا امریکا به پر افغانستان برید وکړي، ویلي: «ګومان نه کوم، پایلې به یې د امریکا لپاره ناوړه وي، افغانان له جګړې سره عادت دي.»

له دې وړاندې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ګواښ کړی وو چې که افغان طالبان بګرام ورته ونه سپاري، له «ناوړو» پایلو سره به مخ شي.

د ټرمپ دغو څرګندونو ته افغان طالب چارواکو سخت غبرګون ښودلی دی.

د افغان طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع د ټرمپ څرګندونې له «کرکې» ډکې بللې او ټينګار یې کړی: «موږ به هېڅکله هم بګرام چاته ونه سپارو.»

ورته مهال د افغان طالبانو د استخباراتو مرستیال تاجمیر جواد په یوه غږیز پیغام کې ګوتڅنډه کړې چې که «اړتیا پېښه شي طالبان به د خپل واک د ساتلو لپاره بیا له ځانمرګو بریدونو کار واخلي.»

د یادونې ده چې دغو خبرداریو په افغانستان کې د لویو قدرتونو ترمنځ د سیالۍ اندېښنې راپارولې دي.